افغانستان د سی پک په اقتصادي پروژه کې شامل شو
د دې تړون له مخې به افغانستان د ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د چین - پاکستان د اقتصادي دهلیز په پروژه کې چې د «سی پک» په نوم یادیږي شاملیږي.
پاکستان او چین د افغانستان لپاره د سی پک په نوم د چین - پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې د ۶۰ میلیارد ډالرو د شاملیدو تړون لاسلیک کړ.
افغان غږ خبری آژانس وایی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد چارواکو له خپلو چینایی سیالانو سره هوکړه کړې چې د یو کمربند او یوې لارې نوښت افغانستان ته وغځوی.
د دې تړون له مخې به افغانستان د ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د چین - پاکستان د اقتصادي دهلیز په پروژه کې چې د «سی پک» په نوم یادیږي شاملیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دواړو لورو موافقه وکړه چې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري او اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي او افغانستان ته د «سی پک» د غځولو په ګډون په افغانستان کې د پراختیايي همکاریو زیاتولو ته دوام ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې چینايي او پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم افغانستان ته د دې پروژې د غځولو په اړه خبرې کړې دي او د طالبانوحکومت په دې پروژه کې د ګډون او د اړتیا وړ زیربنایي پانګونې د ترلاسه کولو هوډ څرګند کړی دی. دطالبانو دبهرنيو چارو وزير اميرخان متقي له دې مخکې له خپلو چينايي او پاکستاني سيالانو سره د کتنې لپاره اسلام اباد ته تللى و او په دې اړه يې هوکړې ته رسيدلي وو.