په سپین بولدک کې د باروړونکو ګاډیود تګ راتګ دروازه پرانیستل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133776-په_سپین_بولدک_کې_د_باروړونکو_ګاډیود_تګ_راتګ_دروازه_پرانیستل_شوه
د کندهار ولایت سوداګر وايي چې د دې دروازې په جوړیدو سره دوی ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شوې دي ځکه چې پخوا به د ګڼې ګوڼې له امله سوداګري توکي په ټاکلي وخت بازارونو ته نه وړل کېدل.
(last modified 2023-06-01T03:15:17+00:00 )
Jun 01, 2023 07:43 Asia/Kabul
  • په سپین بولدک کې د باروړونکو ګاډیود تګ راتګ دروازه پرانیستل شوه

د کندهار ولایت سوداګر وايي چې د دې دروازې په جوړیدو سره دوی ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شوې دي ځکه چې پخوا به د ګڼې ګوڼې له امله سوداګري توکي په ټاکلي وخت بازارونو ته نه وړل کېدل.

 

 افغان رسنیو خبر ورکړی چې افغانستان او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د سپین بولدک پر پوله د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ یوه غیر رسمي دروازه پرانیستې ده.

د کندهار ولایت سوداګر وايي چې د دې دروازې په جوړیدو سره دوی ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شوې دي ځکه چې پخوا به د ګڼې ګوڼې له امله سوداګري توکي په ټاکلي وخت بازارونو ته نه وړل کېدل.

دغه دروازه د سپين بولدک په سرحدي سيمه ویش کې پرانيستل شوې ده.

ویل کېږي چې دا کار د دواړو هېوادونو د سوداګرو د وړاندیز پر بنسټ شوی، ځکه په تېر کې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ څو ورځې وخت نیول.

د سپین بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې مشر محمد صدیق وايي: موږ له پاکستان سره پر پوله دروازه درلوده، خو د ترافیکي ګڼې ګوڼې له امله زموږ ترانزیتي وسایط له څلورو تر پنځو ورځو پورې انتظار ایستل، خو اوس زموږ سوداګري هم ښه شوې ده. له همدې امله د دواړو لورو سوداګرو له یو بل سره خبرې وکړې او د هوکړې پر اساس دغه دروازه جوړه شوه.

په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان موټر چلوونکي د دې دروازې په جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې د پخوا په پرتله ورته تګ راتګ اسانه شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان له ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان سره پراخې سوداګريزې اړيکې لري.