د افغانستان سرپرست حکومت د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه توشیح کړه
Jun 03, 2023 07:45 Asia/Kabul
د نوي مالي کال له پېلېدو د څه باندې دوو میاشتو له تېرېدو وروسته، د افغانستان سرپرست حکومت وایي، د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه توشیح شوې ده.
د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند وایي، دغه بودجه په نږدې راتلونکې کې عملي کېږي او د ادارو بودجه به هم ولېږدول شي.
تر اوسه سرپرست حکومت د نوي مالي د عادي او پراختیایي بودجې د څومره والي په تړاو جزیات نه دي ورکړي.
په ۱۴۰۱ لمریز کال کې ۲۳۱ مېلیارډه افغانۍ د عادي او پراختیایي بودجې لپاره په پام کې نیول شوې وې، خو په دې کال کې پراختیايي بودجه د نورو کلونو پرتله په ځلونو کمه وه او په هېواد کې ډېری پراختیایي پروژې عملي نه شوې.
ټیګونه