کوڅو ډبو سپیو د جلال اباد ښار خلک اندیښمن کړي دي
(last modified Sun, 04 Jun 2023 02:04:45 GMT )
Jun 04, 2023 06:34 Asia/Kabul
  • کوڅو ډبو سپیو د جلال اباد ښار خلک اندیښمن کړي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د کوڅه ډبو او لیونیو سپیو ډیرښت ښاریان اندیښمن کړي او له چارواکو یې د مخنیوي غوښتنه کوي.

د جلال اباد ښاروالۍ چارواکي وایي د ښارپه بېلابېلو سیموکې یې د کوڅه ډبو او لیونیو سپیو د له منځه وړلو کمپاین پېل کړی دی.

د جلال اباد ښاریان وایي په ښار او خواوشاه سیمو کې د کوڅه ډبو او لیونیو سپیو ډیرښت اندیښمن کړي دي.

 د جلال اباد ښار دوه اوسیدونکي عاشق الله او محمد اشرف وایي اوسمهال په ځانګړې توګه د شپې له پلوه د ښار په لارو کوڅو کې کوڅه ډب سپي دومهر ډیر دي چې په اسانۍ ترې تګ راتګ نه شي کیدای.

دوې د جلال اباد ښار والۍ له چارواکو غوښتنه کوي چې د کوڅه ډبو او لیوینو سپیو پر وړاندې کمپاین تر سره کړي.

د بهسودو ولسوالۍ یو اوسیدونکی امجد وایي پر ښار سربیره په ولسوالیو کې هم کوڅه ډبي او لیوني سپي زیات شویدي.

دجلال ابادښاروالۍ ویاند بختي جان مراد هم په ښار کې د کوڅه ډبو او لیوینو سپیو ډیرښت مني او وایي د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ یې د ښار په هغو سیمو کې چې د دغو سپییو شمیر پکې زیات و د له منځه وړلو کمپاین ترسره کړی او دا چاره به دوام وکړي.

 بل پلو د ننګرهار دعامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وایي د تودوخې په موسم کې د لیونیو سپیو ډیرښت معمول دی او دوې په دې اړه پوره چمتووالی لري.

 نقیب الله رحیمي وایي د دې ولایت د ټولو ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو کې د لیونیو سپیو واکسین موجود دي او اړمنو خلکو ته په وړیا ډول ورکول کیږي.

 رابیس هغه ناروغي ده چې په کوڅه ډبو سپیو کې موندل کیږي او کله چې دا سپی انسانان وادړي نو په بیړنۍ توګه د انسان عصبي سیستم له کاره لویږي او د مړینې لامل یې ګرځي.