د امنیت شورا وروستی راپور بې اساسه دی
طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د تحلیل او نظارت څانګې وروستی راپور بې اساسه وباله.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټرپاڼه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا ډول راپورونه بې اساسه، د افغانستان له ولس او نظام سره ښکاره دښمني او د تېرو شلو کلونو د بې اساسه تبلیغاتو مغرضانه تکرار دی، چې باید د پای ټکی ورته کېښودل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه راپور لیکوونکي یا معلوماتو ته لاسرسی نه لري او یا هم هڅه کوي چې په قصدي ډول حقیقتونه تخریب کړي.
طالبانو ویلي چې د امنیت شورا دا ډول یو اړخیز راپورونه نه یوازې دا چې د افغانستان او نړیوالې سولې او له امنیت سره مرسته نه کوي؛ بلکې د خلکو د اندېښنو زیاتېدو سبب کېږي او د ملګرو ملتونو پر خپلواکۍ او بېپريتوب شکونه لا زياتوي.
په اعلامیه کې راغلي، طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي او له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزو کمېټې د تحلیل او نظارت څانګې په خپل وروستي راپور کې ویلي وو چې طالبان د پخوا په څېر خپل انحصاري سیاست ته ورستون شوي، په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونه په زیاتېدو دي او د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافات موجود دي.