سرپرست حکومت د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي
د افغانستان د بلخ ولایت رسنیز مرکز اعلان کړی چې د دغه ولایت والي پرون د بلخ د شیعه علماوو له شورا سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې طالبان د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي.
د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې،د بلخ ولایت والي، د پوهنې او د اطلاعاتو او کلتور رئیسانو د دغه ولایت شیعه علماوو شورا له مسوولینو او غړو سره خبرې وکړې.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د بلخ د شیعه علماوو شورا مشر حسین علي بایاني په هېواد کې د بشپړ امنیت له تامین څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي چې ټول ولس له نظام سره دی او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې قومي، ژبني او مذهبي مسایلو سره خلک وویشي.
همدارنګه په راپور کې د بلخ ولایت سرپرست محمد یوسف وفا ویلي چې د خلکو د امنیت تامین او د هغوی ستونزو ته رسېدنه زموږ مسئولیت دی.
د بلخ والي زياته کړې چې په هېواد کې د ټولو قومونو او مذهبونو حقونه خوندي دي او خدمتونه په مساوي ډول ټولو خلکو ته ورکول کېږي.
ښاغلي وفا دا هم ویلي چې د طالبانو ټول چارواکي او مشران د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي.