د ښوونځيو نه پيلېدو ناهيلې کړې يو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135102-د_ښوونځيو_نه_پيلېدو_ناهيلې_کړې_يو
د افغانستان په غزني ولایت کې يو شمېر نجونې وايي، د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دي پيل شوي چې دې چارې سخت ناهيلې کړې دي.
(last modified 2023-06-29T05:29:00+00:00 )
Jun 29, 2023 09:55 Asia/Kabul
  • د ښوونځيو نه پيلېدو ناهيلې کړې يو

د افغانستان په غزني ولایت کې يو شمېر نجونې وايي، د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دي پيل شوي چې دې چارې سخت ناهيلې کړې دي.

د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې، دوى د سرپرست حکومت له مشرانو څخه غوښتنه کوي چې هر څه ژر دې د هلکانو په څېر  د نجونو ښوونځي هم پيل کړي.

سرپرست حکومت د ١٤٠١ کال د وري مياشتې په لومړيو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او هماغه مهال د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې دغه بنديز لنډمهالى دى او په دې برخه کې پر يوې طرحې کار روان دى.

خو په غزني کې يو شمېر نجونې وايي چې د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دې پيل شوي چې دغې کړنې سخت ناهيلې کړې دي.