د واخان له لارې له چین سره د افغانستان د نښلولو لپاره د طالبانو لېوالتیا
(last modified Thu, 29 Jun 2023 13:07:42 GMT )
Jun 29, 2023 17:37 Asia/Kabul
  • د واخان له لارې له چین سره د افغانستان د نښلولو لپاره د طالبانو لېوالتیا

طالب چارواکو د «واخان» دهلیز یا د چین د کمربند او یوې لارې له طریقه، له چین سره د یوځای کېدو لپاره د افغانستان لېوالتیا اعلان کړی.

په همدې تړاو د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند "آخندزاده عبدالسلام جواد" پرون (چهارشنبه – د جون ۲۸) اعلان وکړ، چې له چین سره د کمربند او دهلیز له لارې د افغانستان نښلول کېدل، د سیمې له هېوادونو سره  د سوداګرۍ او د هېواد د عایدو په زیاتولو کې مهم رول لري، د دې تر څنګ دغه دهلیز چین له ایران او عربي هېوادونو سره نښلوي.

عبدالسلام جواد طلوع نیوز ته ویلي: "زموږ د اوږدمهاله هیلو څخه یوه دا ده، چې د واخان له لارې له چین سره وصل شو او په دې برخه کې نږدې ټول کارونه ترسه شوي او دواړه لوري غواړي چې افغانستان د واخان له لارې له چین سره وصل شي. "

د واخان دهلېز له لارې له چین سره د نښلولو لپاره د طالبانو د لېوالتیا تر څنګ، دا حقیقت چې د تاجکستان او افغانستان په سرحدي سیمه کې د چین د حکومت ګټې خورا مهمې دي، باید له پامه ونه غورځول شي. د همدې اهمیت له امله، پر افغانستان، تاجکستان او پاکستان د پوځي وسلو د پلورلو او د واخان سیمې اوسېدونکو کورنیو ته د پوهنتوني زده کړو د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه، د چین تګلاره له ۲۰۱۶ کال راهیسې د بېجینګ د حکومت په اجنډا کې ده.

د افغانستان پوله له چین سره ۹۲ کیلومتره اوږدوالی او د افغانستان په شمال ختیځ کې د واخان د تنګ دهلېز په پای کې موقعیت لري. په حقیقت کې د واخان دهلیز د افغانستان په ختیځ کې یوه تنګه ده، چې د افغانستان واخان د تاجکستان له خودمختاره ښار "تاشکورګان" له چین سره نښلوي. په ورته وخت کې، د واخان دهلیز د تاجکستان او پاکستان ترمنځ بېلوونکې سیمه ده. دا دهلیز له شمال څخه د پامیر غرونو او له سویل څخه د قراقرم غرونو ته لار هواروي. د واخان دهلیز اوږدوالی شاوخوا 350 کیلومتره دی او عرض یې له لږ تر لږه اتو څخه تر 40 کیلومترو پورې بدلون کوي. په دې سیمه کې د اوسېدونکو نفوس شاوخوا 12 زره اټکل شوی.

په دې وروستيو کلونو کې د واخان دهليز په اوږدو کې د چين، افغانستان، پاکستان او تاجکستان په ګډون، څلورو هېوادونو هڅه کړې چې دغه سيمه او د يوه نړيوال سوداګريز دهليز په توګه خپل تاريخي رول راوګرځوي. خو د دې کار ترسره کول، د امنیتي شرایطو ښه کولو او د نشه یي توکو د قاچاقبرانو او افراطي ترهګریزو ډلو له شتون څخه  د دې سیمې پاکولو  ته اړتیا لري، چې غواړي دغې سیمې ته زیان ورسوي. له همدې امله، داسې ښکاري چې د چین ملي ګټې، د واخان دهلیز له سخت دریځو ډلو څخه په پاکولو او د پوځي اډو په جوړولو او په اقتصادي پروژو کې د دې سیمې د حکومتونو په شاملولو کې دي.

د ورېښمو لارې پروژې د پراختیا لپاره د چین د حکومت د پلان له مخې، د واخان دهلیز به د چین-پاکستان له اقتصادي دهلیز(CPEC)  سره د دې نړېوالې پروژې د تقاطع اصلي نقطه وي. د ګوادر بندر د دې لارې د پیل نقطه ده او د واخان دهلیز به چین ته د دې پروژې د ننوتلو نقطه وي. له همدې امله، په دې کې شک نشته چې په دې سیمه کې د چین پوځي حضور، نه یوازې د امنیت او له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه کې پلان او منل کیدای شي، بلکې د بېجینګ حکومت اوږدمهاله موخه هم د  ثابت حضور ترلاسه کولو او د پوځي تاسیساتو له لارې د سیمې اقتصاد او امنیت کنټرولولو او په دې مهمه سیمه کې د زیربنایي پروژو لپاره نظامي تاسیسات او تمویل چمتو کوي.

خو د سیمې د چارو کارپوهان د واخان دهلیز پروژې د پرمختګ په اړه بېلابېل نظرونه لري. د بېلګې په توګه، د سیمه ایزو اقتصادي چارو کارپوه "میر شکیب میر" په دې باور دی: "د واخان له لارې له چین سره د افغانستان اقتصادي اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو له لارې د افغانستان پر اقتصاد مثبتې اغېزې لرلی شي.

د چین او د دې سیمې د حکومتونو د موخو د ترلاسه کولو په خاطر، د چین د بهرنیو چارو وزیر "چین ګانګ" د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر "امیر خان متقي" سره کتلي وو او "د دواړو ګاونډيو هېوادونو تر منځ دوديزې دوستۍ" چې د سيندونه او غرونو له لارې له يو بل سره تړل شوي دي، خبرې کړې وې. د چین د بهرنیو چارو وزیر د متقي د خبرو په ځواب کې هیله څرګنده کړې وه، چې افغان حکومت به له چین سره د یو کمربند او یوې لارې د پلان په ګډون، په څو برخو کې له چین سره ژورې همکارۍ ولري، ټینګار یې کړی وو، چې چین به د افغانانو تر څنګ ولاړ وي.

د دې ترڅنګ، د چین د بهرنیو چارو وزیر په تېره مې میاشت کې پاکستان ته سفر کړی وو او په اسلام آباد کې یې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او امیر خان متقي سره درې اړخیزه ناسته درلوده.

دغو ناستو او د طالب چارواکو لېوالتیا ته په پام سره، تمه کېدای شي، چې د واخان دهلیز به ډېر ژر له سخت دریځو ډلو پاک او په افغانستان او پاکستان کې به د ناامنۍ او بې ثباتۍ ډېرې ستونزې هوارې شي.

ټیګونه