هرات کښې کنګو تبه ګډه شوې ده
Jul 01, 2023 04:09 Asia/Kabul
په هرات کښې روغتیايي سرچینو په تیرو دوو میاشتو کښې د افغانستان په دغه ولایت کښې په کنګو تبې د ۳۶ کسانو اخته کیدل تایید کړل.
په هرات کښې روغتیايي سرچینو په تیرو دوو میاشتو کښې د افغانستان په دغه ولایت کښې په کنګو تبې د ۳۶ کسانو اخته کیدل تایید کړل.
په تیرو دوو میاشتو کښې د افغانستان یوازې په هرات ولایت کښې په دغې خطرناکې تبې د ۳۶ کسانو د اخته کیدو خبرونه رارسیدلې دي.
شفقنا لیکلي چې په هرات کښې د طبي سرچینو په وینا، تراوسه پنځه کسان د کنګو تبې له امله مړه شوي دي.
د هرات د عامې رغتیا مرستیال محمد آصف کبیر وویل: کنګو تبه سږ کال په دې ولایت کښې زیاته شوې او له لوې اختر وروسته په دې تبې د اخته ناروغانو د شمیر د زیاتیدو احتمال ډیر دی.
ټیګونه