له افغان کډوالو سره باید د نړیوالو قوانینو له مخې چلند وشي
د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د ترکيې له سفير جهاد ارګين اي سره په کتنه کې ویلي چې له افغان کډوالو سره بايد د نړيوالو قوانينو له مخې چلند وشي.
د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد وايي، چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ترکیې د تاریخي، دیني او کلتوري مشترکاتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او کونسلي اړیکو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ویلي، چې د تېرو څلورو لسيزو جګړو له امله ډېر شمېر افغانان ګاونډيو هېوادونو، سيمې او اروپا ته کډه شوي دي.
ښاغلي ستانکزي د یادو هېوادونو له کوربه توب څخه د مننې په ترڅ کې له هغوی څخه وغوښتل چې له کډوالو سره د نړیوالو قوانینو مطابق چلند وکړي.
په دې کتنه کې دواړو لورو په نږدې راتلونکي کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ستونزو حل لپاره د عملي ګامونو د پورته کولو موافقه هم وکړه.