افغان طالبانو له فلسطین څخه خپل ملاتړ اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139608-افغان_طالبانو_له_فلسطین_څخه_خپل_ملاتړ_اعلان_کړ
د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د فلسطین د غزې تړانګه کې وروستۍ پېښې له نژدې څاري.
(last modified 2023-10-10T13:25:45+00:00 )
Oct 08, 2023 06:29 Asia/Kabul
  • افغان طالبانو له فلسطین څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د فلسطین د غزې تړانګه کې وروستۍ پېښې له نژدې څاري.

زموږ د همکار فضل غني حقمل د خبر له مخې، د دغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان د فلسطین د خلکو د آزادۍ او د خپلو مقدساتو څخه هر ډول دفاع او مقاومت د دوی مشروع حق بولي.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان طالبان د فلسطین د خلکو د مشروع، تاریخی او قانوني حق څخه چې باید د فلسطین په تاريخي خاوره مستقل هېواد ولري خپل ملاتړ اعلانوي.

طالبانو له اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکاريو له سازمان، نړېوالې ټولنې او په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو څخه چې په سيمه کې اغېزه لري غوښتنه کوي چې د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو له خوا پر فلسطیني بېګناه ولس د تاوتريخوالي مخه ونیسي، او د فلسطين د قضیې د حل لپاره چې فلسطينيانو ته پکې خپل مشروع حق ورکړل شي، لاس پکار شي.