Nov 08, 2023 15:38 Asia/Kabul
  • افغاني سره میاشت: اړمنو ځوانانو او ماشومانو ته یې ۳۵ ښوونیز مرکزونه جوړ کړي

افغاني سرې میاشتې د افغانستان په کچه اړمنو ځوانانو او کوچنیانو ته د پنځه دېرشو ښوونیزو مرکزونو د جوړولو خبر ورکړی دی.

افغاني سرې میاشتې د افغانستان په کچه اړمنو ځوانانو او کوچنیانو ته د پنځه دېرشو ښوونیزو مرکزونو د جوړولو خبر ورکړی دی.

افغاني سرې میاشتې په یوه بیانیه کې ویلي دي چې دغه ښوونیز مرکزونه د هغو کوچنیانو او ځوانانو د ملاتړ په موخه جوړ شوي دي چې د خصوصي ښوونځيو د لګښتونو د ورکولو توان نه لري.

د دغه بنسټ په وینا یوازې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې په تېرو درې میاشتو کې دوه سوه درې دېرش تنو د سرې میاشتې په ښوونیزو مرکزونو کې نوملیکنه کړې ده.

 سرې میاشتې داسې څه نه دي ویلي چې ایا ددغو زده کوونکو په منځ کې نجونې هم شته دی او که نه.

 

ټیګونه