Nov 27, 2023 12:55 Asia/Kabul

چارواکي وایي، د ننګرهار اچین ولسوالۍ هغه سیمه چې د امریکایانو له لورې پرې د بمونو مور غورځول شوې وه، د تاریخي سیمو په نوملړ کې شاملیږي او دغه راز به په دغه ولایت کې د ځینو تاریخي او لرغونو سیمو بیارغونه هم پیل شي.

چارواکي وایي، د ننګرهار اچین ولسوالۍ هغه سیمه چې د امریکایانو له لورې پرې د بمونو مور غورځول شوې وه، د تاریخي سیمو په نوملړ کې شاملیږي او دغه راز به په دغه ولایت کې د ځینو تاریخي او لرغونو سیمو بیارغونه هم پیل شي.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري نورمحمد حنیف تهران راډیو سره په یوه خانګړې مرکه کې وویل: د دې ولایت اچین ولسوالۍ اړوند اسد خېلو سیمه؛ چې امریکایانو پرې په ۲۰۱۶ کال کې تر ټولو ستر بم یا د بمونو مورغورځولی وو، د تاریخي او لیدو وړ سیمو په نوملړ کې به یې شامله کړي.

نوموړي زیاته کړه: امریکایانو د افغانستان د اشغال پر مهال دا سیمه د خپلو وسلو د لابراتور په توګه وکاروله او د ټولو نړیوالو اصولو نه په سرغړونه یې پر دې سیمه داسې بم وغورځاوه چې له کالونو تیریدو وروسته یې اوس هم ناوړه اغیز پرسیمه او ځایي خلکو موجود دی.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئیس وویل: په پام کې ده، چې ډیر ژر په دې ولایت کې یو شمیر لرغونې او تاریخې سیمو بیار غاونه هم پېل کړي، چې د نملي تاریخي بڼ او دغه راز د وزیر محمد ګل خان مومند استوګنځي ته به لومړیتوب ورکول شي.

قاري نورمحمد حنیف وویل: په ننګرهار کې یې پر تاریخي او لرغونو سیمو خپل څار هم زیات کړی او پر ساتنې سربیره یې چاته د خپل سرو کیدنواجازه نه ورکوي.

امریکایي ځواکونو د ۲۰۱۶ کال په نیمایي کې د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ اړوند اسد خېلو په سیمه کې د پنځه سوه کیلو ګرامه وزن لرونکي بم، چې د بمونو مور نومېده؛ وغورځاوه ،چې پر انساني زیان سربېره یې چاپیریال ته هم درانه زیانونه اړولي دي.

د یادونې وړده، په هغه سیمه کې چې دا بم غورځول شوی ، د استوګنې ګڼ کورونه  ویجاړ شوي او په کرنیزو ځمکو کې لاهم فصلونه نه را زرغونیږي.

 

ټیګونه