د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ايران ته سفر کړی
Dec 22, 2023 08:32 Asia/Kabul
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت، د مولوي امير خان متقي په مشرۍ، تهران ته د يوه پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد تکل، نن په خپله «ایکس» پاڼه کې ليکلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي، د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر په رسمي بلنه، ايران ته روان شو.
د ياد پلاوي د سفر موخه، په تهران کې د فلسطين په قضيه کې په عالي رتبه مشورتي سياسي کنفرانس کې ګډون ويل شوی دی.
ټیګونه