د افغانستان ټول قومونه او ژبې د ګوتو په شمیر دي
(last modified Thu, 22 Feb 2024 07:17:01 GMT )
Feb 22, 2024 11:47 Asia/Kabul
  • د افغانستان ټول قومونه او ژبې د ګوتو په شمیر دي

د يادونې وړ ده چې د فرورۍ ۲۱ نیټه  دملګروملتو  د يونيسکو  ادارې له خوا د مورنۍ ژبې د ورځې په توګه نومولې ده .

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د  وزارت سرپرست  مل پاسوال خيرا... خيرخواه د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په مناسبت  په یو لړ دستورو کې   وويل ،د افغانستان قومونه او ژبې د يو لاس د ګوتو په شمیر دي او د هېواد لپاره وياړ، وياړ او وياړ دى.

زمونږخبرییال د افغان خبری آژانس  له قوله راپور  راکړ، دافغانستان  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست  د مورنۍ ژبې  په مناسبت په یولړ دستورو کې زیاته کړه، دافغانستان حکومت د هېواد د ژبو پرمختګ ته ژمن دی.

 د افغانتسنان د ملي ټلیویژن د خبر له مخې هغه  وئيلي دي ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هوډ لري چې په هېواد کې د ټولو ژبو د پیاوړتیا او د اسلامي ارزښتونو ساتنه وکړي.

د يادونې وړ ده چې د فرورۍ ۲۱ نیټه  دملګروملتو  د يونيسکو  ادارې له خوا د مورنۍ ژبې د ورځې په توګه نومولې ده .

 

ټیګونه