طالبان د نړۍ له درستو هیوادونو سره په ښو اړیکو پسې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147110-طالبان_د_نړۍ_له_درستو_هیوادونو_سره_په_ښو_اړیکو_پسې_دي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا د سیاسی چارو مرستیال  مولوی عبدالکبیر وائی،چې د افغانستان سرپرست حکومت هیڅکله هم په انزوا کې نه دی او په سیاسی برخې کې مخ  په وړاندې روان دی.
(last modified 2024-03-04T07:51:25+00:00 )
Mar 04, 2024 11:27 Asia/Kabul
  •  طالبان د نړۍ له درستو هیوادونو سره په ښو اړیکو پسې دي

د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا د سیاسی چارو مرستیال  مولوی عبدالکبیر وائی،چې د افغانستان سرپرست حکومت هیڅکله هم په انزوا کې نه دی او په سیاسی برخې کې مخ  په وړاندې روان دی.

 هغه د افغانستان د واکمن لوري  د منزوي کیدا ډنډوره یوه منفی پروپیګنډه  وبلله او وې وئيل،  طالبان دمګړئ  طالبانو له نړۍ سره ښې  اړیکې ټينګې کړي دي.

مولوی کبیر په دې باب ووئيل،طالب حکومت  عملا له دنیا سره مثبت تعامل لری او په انزوا کې نه دي،د افغانستان درست ولس دې ډاډمن ووسي. مونږ په سیاسی او اقتصادي  میدان کې منزوي نه یوو، الحمد ا...زمونږ اقتصاد مثبت لوري  ته پر مخ روان دی.

د افغانستان د طالب کومت د ریس الوزرا سیاسی مرستیال  ټينګار وکړ، نړۍله طالبانو سره له تعامل پرته بله لاره نه لري،هغه د خپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې  ووئیل،سرپرست حکومت د امریکا او روسیې په شمول له درستو هیوادونو سره د ښو اړیکو  غوښته کوي.تراوسه پورې  هیڅ یوه هیواد د افغانستان  دطالبانوموقته حکومت په رسمیّت نه دی يپژندلی  او وئیلي ئې دي چې د ټولشموله حکومت تر  جوړیدا  او د میرمنو د حقوقو پشمول  دبشری حقوقو  تر رعایتولو پرې  به  په نړیوال ډګر کې پر افغانستان  واکمن حکومت رواوالی ونه لري.