Mar 12, 2024 05:21 Asia/Kabul
  • په روان میلادي کال کې به ۲۳.۷ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا ولري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، چې په روان ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳.۷ میلیونه افغانان مرستو ته اړ وي، چې د دغه شمېر تر نیمايي ډېر يې نجونې او مېرمنې دي.

دغه بنسټ ویلي چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې هم ۸ مېلیونه نجونو او څه باندې ۹ میلیونو ښځو ته حیاتي مرستې ورکړې.

یاد بنسټ له افغان ښځو او نجونو سره د درېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دوی په اغېزمنو شوو کې تر نورو ډېرې زیانمنېدونکې دي.

تازه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې بنسټ یا فائو د یوه تازه راپور موندنې هم ښيي چې اقليمي بدلون په تېره بیا کلیوالي بېوزلي، په تېره بیا ښځې او ځوانان په ګڼو هېوادونو کې په ډېرېدونکي ډول ځپلي.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د خوړو پر امنیت د تکرارېدونکو وچکالیو اغېز هم ډېر ویجاړوونکی بلل شوی.

ټیګونه