په ننګرهار کې يوې مور په يو ځل پنځه ماشومان زېږولي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147784-په_ننګرهار_کې_يوې_مور_په_يو_ځل_پنځه_ماشومان_زېږولي
 د ننګرهار عامې روغتيا رياست مسئولين وايي چې د جلال‌اباد په سیمه‌ایز تخصصي روغتون کې یوې مور په يو ځل پنځه ماشومان زیږولي چې څلور هلکان او یوه نجلۍ ده.
(last modified 2024-03-16T22:47:14+00:00 )
Mar 17, 2024 03:15 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کې يوې مور په يو ځل پنځه ماشومان زېږولي

 د ننګرهار عامې روغتيا رياست مسئولين وايي چې د جلال‌اباد په سیمه‌ایز تخصصي روغتون کې یوې مور په يو ځل پنځه ماشومان زیږولي چې څلور هلکان او یوه نجلۍ ده.

د ننګرهار عامې روغتيا رياست ویاند نقيب‌الله رحيمي د کب په ۲۶مه وويل چې، د جلال‌اباد ښار حوزوي تخصصي روغتون د نسايي ولادي په څانګه کې يوې مور په يو ځل پنځه ماشومان زېږولي دي.

هغه زياته کړې چې، د روغتون د ډاکټرانو په وینا، د مور او ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او د کوچنیان د نويو زیږیدلو ماشومانو څانګه کې تر جدي څارنې لاندې دي.

د نوموړي په وينا، دغه مېرمن د جلال‌اباد ښار پنځمې ناحیې اوسېدونکې ده او ماشومانو کې يې څلور هلکان او يوه نجلۍ ده.

له دې څه موده وړاندې هم د جلال آباد په حوزوي روغتون کې يوې مور په یو ځل څلور ماشومان زېږولي وو.