د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل آوریزو لوبو لړۍ وګټله
Mar 19, 2024 14:14 Asia/Kabul
د افغانستان د کرکټ ملې ټیم په درېیمه شل آووریزه نړيواله لوبه کې ایرلینډ ته په سترې ماتې ورکولو سره، د درېیو لوبو لړۍ وګټله.
دا لوبې د افغانستان په کوربهتوب د متحده عربي اماراتو په شارجه نړيوال لوبغالي کې ترسره شوې.
د درېیمې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره، ۱۵۵منډې وکړې او ایرلینډ ته یې د ۱۵۶ منډو هدف ورکړ.
د ایرلینډ لوبډلې دا ځل د افغانستان د تېزو توپ اچوونکو مقابله ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۹۸ منډو وسوځېده.
دغه راز افغانستان دا لوبه د ۵۸ منډو په ستر توپیر سره وګټله.