Mar 26, 2024 10:13 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ د دغه هېواد يو لوړپوړی پلاوی د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په رسمي بلنه کابل ته راغلی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، له اسلام‌اباد سره د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا، کابل ته د پاکستاني پلاوي د راتګ موخې دي.

ښاغلی جواد زياتوي په دغه سفرکې به ددواړو هيوادونو ترمينځ د سوداګريزو ستونزو په هواري او اسانتياوو په برابرولو خبرې وشي.

اخوا د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر خانجان الکوزی وايي په وروستيو کې د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ او ترانزيټ کې زياتې ستونزې رامنځته شوي او اوس پاکستان هم په دې پوه شوی چې افغانستان سره سوداګریزې ستونزې ددوی سوداګرۍ ته هم زيان اړوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې ترينګلې شوي او وخت ناوخته د دواړو هيوادونو ترمنځ سرحدي نښتې هم کيږي.

خو تر دې سفر څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ويلي و چې پاکستان لا هم له افغانستان سره د سوداګرۍ او د خلکو تر منځ اړیکو ته ژمن دی.

 

ټیګونه