د ننګرهار زده کونکو د فلسطین مسلمانانو لپاره دعاګانې کړې
Mar 27, 2024 13:40 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی ننګرهار کې د یو شمیر ښوونځیو زده کوونکو د فلسطیني مسلمانانو په ملاتړکې د قران کریم ختمونه او دوعاوې وکړې.
د ننګرهار پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزی وایي د جلال اباد ښار د« بي بي حوا » دنجونو لیسې او د کامې ولسوالۍ د زاخیلو هلکانو لیسې زده کوونکو د فلسطیني مسلمانانو په ملاتړکې د قران عظیم الشان ختمونه او دوعاوې وکړې. ستانکزي وویل دغو زده کوونکو او د هغوې ښوونکو د ختمونو تر مراسمو وروسته فلسطیني مسلمانان په دوعاو کې یاد کړل او پر غزه یې د اسرایلي نیواک ګرو د بریدونو د زر بندیدو غوښتنه وکړه.
هغوې همدا راز په غزه کې د کوچنیو ماشومانو شهیدانول د هر ډول انساني نورمونو خلاف عمل وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په فلسطین کې دې د اسرایلو له لورې د ټول وژنې مخه ونیسي.