د نړۍ هیوادوونه دې د صهیوینسټ رژیم د جنايتو او وحشي ظلمونو د مخنيوي په موخه خپلې دندې ترسره کړي
د افغانستان د طالبانو مشر د لوی اختر په مناسبت يو پيغام کې په غزه او د فلسطين په ځينو نورو سيمو د اسرائیلي صهونیستانو بریدونه او ظلمونه په سختو ټکو غندلي دي.
له کابله زمونږ خبریال رآپور راکړ، د افغانستان د طالبانو رهبر ملا هیبت ا... اخوند زاده پخپل پيغام کې ويلي دي ، د وحشي صهیونیسټي رژیم ددغو بې رحمه بريدونو ډیری قربانیان مېرمنې ماشومان او بېګناه وګړي دي.
د ملاصیب په پيغام کې له هیوادونو غوښتل شوي چې د دې سترجنايت او وحشي ظلمونو د مخنيوي په موخه په سمه توګه خپلې دندې ترسره کړي.
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي هم د نیکمرغه اختر په مناسبت پخپل پیغام کې وئیلي دي، د افغانستان سرپرست حکومت د ټولې نړۍ په ځانګړي توګه له اسلامي ملکونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګولو غوښتونکی دی.
نوموړي په دې اړه ویلی، د افغانستان حکومت له ټولې نړۍ او په تیره بیا له اسلامي هېوادونو سره د شریعت په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې یې خپل مسوولیت ترسره کړی دی.
یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، که سرپرست حکومت د نجونو د تعلیم په ګډون د نړیوالې ټولنې وړاندیزونو او مشورو ته پام وکړي، نو له نړۍ سره يې په اړیکو کې بهبود راتللی شي.