Jun 16, 2024 06:40 Asia/Kabul
  • طالبان دې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو نور تعلیم ته اجازه ورکړي

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه ورکړي.

دغه بنسټ پرون ناوخته په خپله ایکس­پاڼه کې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر نور تعلیم د بندیز د زرو ورځو پوره کېدو په مناسبت دا څرګندونې کړې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان دغه بندیز له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

تېره پنجشنبه د غبرګولي یا جوزا ۲۴مه په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر نور تعلیم د طالبانو د لګول شوي بندیز ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.

طالبانو د نجونو د تعلیم لپاره د ناسمو شرایطو یادونه کړې، خو نه یې دي ویلي چې دغه ښوونځي به دقیقاً کله بیا پرانیستل شي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف ویلي چې د نجونو پر تعلیم د زرو ورځو بندیز د درې میلیارده درسي ساعتونو له ضایع کېدو سره برابر دی.

طالبانو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د پوهنتون زده کړې هم منع اعلان کړې دي.

ټیګونه