Jun 18, 2024 07:37 Asia/Kabul
  • د اقلیمي بحران له امله افغانې کورنۍ مجبوريږي چې کم عمره نجونې واده کړي

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د اقلیمي بحران د لا خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دغه سازمان وايي؛ په افغانستان کې د اقلیم د خرابوالي له امله مېندې او پلرونه دې ته اړ کېږي، چې خپلې لوڼې په کم عمر واده کړي.

په ملګرو ملتونو پورې تړلي دغه سازمان لیکلي: «په افغانستان کې د اقليمي بحران خرابېدل کله ناکله والدینو ته د خپلو ماشومانو د ژغورلو لپاره بله لاره نه پرېږدي، پرته له دې چې خپلې کم عمره لوڼې واده کړي.»

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې له ډېرې مودې راهیسې د ماشومانو ودونه معمول دي؛ خو د طالبانو له واکمنۍ او د اقتصاد او بانکي سیستم له سقوط سره، په افغانو کورنیو کې د کم عمره ماشومانو د واده کولو ستونزه ډېره شوې ده.

تر دې وړاندې هم شنونکو په افغانستان کې د اقتصادي ځوړ له امله د کم عمره ماشومانو د ودونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

واشنګټن پوسټ د روان کال په جنورۍ میاشت کې راپور ورکړ، چې په افغانستان کې بې وزله کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپلو ښځینه ماشومانو پلورلو ته اړې دي.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د بېوزلۍ له امله ۱۱۸ ماشومان د ۸ او ۱۰ کلونو ترمنځ د ناوې په توګه پلورل شوي او ۱۱۶ نور ماشومان د پېرودونکو په تمه دي.

ټیګونه