Jun 18, 2024 07:40 Asia/Kabul
  • په کندز کې د کانګو ناروغۍ له امله ۳ تنه مړه او ۱۷ نور پرې اخته شوي

د افغانستان د کندز ولایت د عامې روغتیا چارواکو ویلي چې په دغه ولايت کې د کانګو ناروغۍ له امله ۳ کسانو خپل ژوند بایللی دی.

چارواکي زیاتوي چې په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې د کانګو ۱۷ شکمنې پېښې ثبت شوي، چې له ډلې یې ۳ کسان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي وو، چې په هېواد کې د کانګو تبه تېرو دوو میلادي میاشتو کې ۳۸ سلنه ډېره شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې تېر کال په افغانستان کې ۱۲۴۴ کسان په کانګو تبې اخته شوي، چې له امله یې شاوخوا سل کسان مړه شوي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال په تېرو پنځو میاشتو کې ۲۰۳ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، چې له امله یې شپږ کسان مړه شوي دي.

ټیګونه