د افغانستان په اړه د بشر حقونو شورا غونډه جوړیږي
Jun 18, 2024 14:38 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا به نن په خپله ۵۶مه غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت وڅېړي.
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ خپل نوی راپور وړاندې کوي.
په دغه راپور کې ښاغلي بینیټ د افغان ښځو پر وړاندې د سرپرست حکومت د چلند له امله د نړیوالو قوانینو له مخې د جرم په توګه د محکومیت غوښتنه کړې ده.
په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او ځینو ټولنیزو فعالیتونو د بندیزونو لګول، تل د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د بنسټونو له خوا له انتقادونو سره مخ دي.
په دې راپور کې ریچارډ بینیټ په اوږد مهال کې د توکمیزو او مذهبي ډلو، ماشومانو وضعیت او په سیمه او نړۍ کې د سرپرست حکومت د پالیسیو اغیزې څیړلې دي.