د ټي ټي پي یو مهم کماڼدر په افغانستان کې هلاک دشو
د پاکستان خبری سرچینې وائي، په افغانسنا کې ددغه ترهه ګر هلاکت په افغان ټاټوبی کې د ترهه ګرو د شتون او د دوي له خوائې د نورو په خلاف له خاورې د استفادې په باب د پاکستان ددریځ ریښتونوالی تائيدوي.
زمونږخبریال ددنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د تحریک طالبان پاکستان یاهماغه ټي ټي پی یو مهم کماڼډر د حکیم ا... په نامه مشهور عبدالمنان په افغانستان کې هلاک شوی دی.
په راپور کې وئيل شوي دي ، عبدالمنان ترهه ګر د افغانستان د کنړ ولایت په اسد آباد ولسوالۍ کې په چاغه سرائ سیمې کې ټارګټ شوی دی. د ټي ټي پي دغه ترهه ګر د ملاکنډ دشورا پخوانی مسئول هم ؤ . په حکیم ا...مشهور عبدلمنان د ټي ټي پي ملاکنډ برخې د کمانډر عظمت ا... محسود ولی(یا عظمت لاله) مرستیال او په باجوړ سیم کې د ترهه ګرو اقداماتو د روزنې مسئول هم ؤ. دغه ترهه ګر په ټارګټ کلینګ ، بم چاودنو ، په پستو په ډزو او نورو ډکو او د ړمارئ کې هم لاس درلود. د عبدالمنان هلاکت د ټي ټي پي لپاره ډير ستر ګوزار شمیرل کیږي او دا هم وئیل شوي چې دغه پیښه هم د ترهه ګرو ډلو ټپلو ترمینځ د خپل میینځي شخړې نیتجه ده .
د پاکستان خبری سرچینې وائي، په افغانسنا کې ددغه ترهه ګر هلاکت په افغان ټاټوبی کې د ترهه ګرو د شتون او د دوي له خوائې د نورو په خلاف له خاورې د استفادې په باب د پاکستان ددریځ ریښتونوالی تائيدوي.