په حسیني څلویښتۍ کې د افغانانو زیارتي لاره
افغان زایران د اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره باید د چذابه له پولې تېر شي
د خراسان رضوي ولایت امنیتي او پولیسي مرستیال محمد زهدي ویلي: هغه افغان زایران چې عراق ته د تګ او د صفرې میاشتې په وروستیو عزاداریو کې د ګډون لپاره عراق ته تلل غواړي، باید د چذابه له رسمي پولې دغه هېواد ته لاړ شي.
د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې د خراسان رضوي ولایت د پولیسو او امنیت مشر د دې خبر په ترڅ کې وویل: د چذابه له پولې څخه د افغان زایرانو د امن او اسانه سفر لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
افغان زایران کولی شي په اسانه او بې له کومې اندیښنې د حسیني اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره عراق ته لاړ شي.
خبر زیاتوي، د افغانانو لپاره د ویزې د صادرولو ټول مراحل او د تېرېدو اسانتیاوې په پوله کې برابرې شوې دي.
د دوغارون له رسمي پولې ایران ته د افغان زایرانو په سفر کې به تر ۱۶ زیات موکبونه په مشهد کې جوړ شي او په دې ښار کې د هغوي د استوګنې په موده کې به هغوي ته د هوساینې خدمات وړاندې شي.
#افغانستان #اربعین #ایران