د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو
(last modified Mon, 23 Dec 2024 10:21:29 GMT )
Dec 23, 2024 14:51 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

تهران رآډیو ـ په افغانستان کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د دې هېواد په ۱۱ ولایتونو کې یې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ.

د دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دغه کمپاین چې درې ورځې به دوام وکړي، پرمهال به یې ۴،۸ میلیون ماشومان واکسین شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې دغه کمپاین کابل، کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندوز ولایتونو کې ترسره کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، سږکال په افغانستان کې د پولیو ۸۲ مثبتو پېښو سره په دغه هېواد کې د تیر کال پرتله یې شمېر کې ۲۸۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي، چې لا هم په کې د پولیو ویروس مثبتې پېښې ثبتیږي.