دا مهال په ایران کې نږدې ۲ زره افغان ډاکتران حضور لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158700
د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو د مرکز رییس او د وزیر سلاکار نادر یار احمدي ویلي چې دا مهال په ایران کې نږدې دوه زره افغان ډاکټران حضور لري.
(last modified 2025-04-03T11:00:54+00:00 )
Apr 03, 2025 15:20 Asia/Kabul
  • دا مهال په ایران کې نږدې ۲ زره افغان ډاکتران حضور لري

د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو د مرکز رییس او د وزیر سلاکار نادر یار احمدي ویلي چې دا مهال په ایران کې نږدې دوه زره افغان ډاکټران حضور لري.

دی وايي چې د دغو دوه زره ډاکټرانو له ډلې ۷۰۰ تنه یې متخصصین او د فوق تخصص لرونکي دي.

نوموړي زیاته کړې:«ځینې دغه کسان د پوهنتون استادان دي، چې له بېلابېلو پوهنتونونو سره تړونونه لري او  ګټه ترې اخیستل کېږي.»

دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی:« په ایران کې د افغان کډوالو ناقانونه حضور داسې فضا رامنځته کړې چې کله موږ غواړو له قانوني مېشتو افغانانو استفاده وکړو، مناسبه فضا نه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، زرګونه متخصصین د محدودو کاري فرصتونو او د طالبانو د احتمالي غچ ‌اخیستو له امله له افغانستان څخه وتلي دي.

تر دې وړاندې طالبانو هم منلې وه چې د افغانستان په څه باندې ۳۰۰  ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو لپاره هېڅ ښځینه متخصصه ډاکټره نشته.