ټرمپ: له افغانستان سره د بګرام هوایي اډې په اړه خبرې کوو
د امریکا ولسمشر وایي چې دی له افغانستان سره د بګرام د هوایي اډې د بیرته نیولو په تړاو خبرې کوي.
ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې موږ باید کله هم دا اډه نه وای پرې ایښې.
تر دې یوه ورځ مخکې ټرمپ په لندن کې د سفر پرمهال خبرې غونډې ته ویلي وو چې د هغه حکومت هڅې کوي چې امریکایي ځواکونه بیرته بګرام هوایي اډې ته ستانه کړي.
دا اډه امریکایي ځواکونو په دوه زره یو ویشتم کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنۍ لږ مخکې پرې ایښې وه.
ټرمپ د لندن په خبرې غونډه کې ویلي وو چې د بګرام هوایي اډه خورا ارزښتمه ده، ستراتیژیک اهمیت لري، د چین اټومي تاسیساتو ته نژدې ده.
بل لور ته د دې څرګندونو په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لین جیان د پنجشنبې په ورځ په پیکنګ کې وویل چې هېواد یې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی لري او د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په لاس کې وي.
نوموړي زیاته کړه چې د چین هیله دا ده چې ښکېلې خواوې په سیمه ییز ثبات کې رغنده رول ولوبوي.