جاپان له افغان زلزله ځپلو سره یو میلیون ډالره مرسته وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164860-جاپان_له_افغان_زلزله_ځپلو_سره_یو_میلیون_ډالره_مرسته_وکړه
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د افغانستان د ختیځ د زلزله‌ځپلو لپاره یو میلیون ډالر مرسته ځانګړې کړې ده.
(last modified 2025-09-21T01:26:36+00:00 )
Sep 21, 2025 05:50 Asia/Kabul
  • جاپان له افغان زلزله ځپلو سره یو میلیون ډالره مرسته وکړه

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د افغانستان د ختیځ د زلزله‌ځپلو لپاره یو میلیون ډالر مرسته ځانګړې کړې ده.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا مرسته به د دوو نړیوالو ادارو له لارې لګول کېږي؛ د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) به ۵۰۰ زره ډالر د خوراکي توکو د برابرولو لپاره کاروي. او د سور صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون (IFRC) به ۵۰۰ زره ډالر پر روغتیايي خدمتونو، اوبو او حفظ الصحې لګوي.

سربېره پر دې، د «جاپان پلتفرم» په نوم بنسټ هم شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ین (نژدې ۱.۳۳ میلیون امریکايي ډالر) د خوراکي او غیر خوراکي مرستو لپاره ځانګړي کړي دي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان له ولس سره به خپلې بشري مرستې روانې وساتي او دا مرستې به ژر تر ژره د زلزله‌ځپلو لاس ته ورسېږي.

تر دې وړاندې هم جاپان د افغانستان د ختیځ زلزله‌ځپلو ته مرسته استولې وه.

له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته اکثرو هېوادونو له افغانستان سره مرستې بیخي درولي یا کمې کړي خو جاپان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې لا هم له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د ختیځ له زلزله ځپلو سره ایران، اروپايي اتحادیې او هند هم د پام وړ مرستې وکړې.