واکمن نظام د ټولو مذهبونو احترام کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173068-واکمن_نظام_د_ټولو_مذهبونو_احترام_کوي
د طالبانو د کلیوالې پراختیا وزیر ویلي چې په کابل باندې واکمن حکومت به د مذهبونو احترام وکړي.
(last modified 2026-05-19T01:57:55+00:00 )
May 19, 2026 06:23 Asia/Kabul
  • واکمن نظام د ټولو مذهبونو احترام کوي

د طالبانو د کلیوالې پراختیا وزیر ویلي چې په کابل باندې واکمن حکومت به د مذهبونو احترام وکړي.

د فارس خبري آژانس د خبریال په وینا، د طالبانو د کلیوالې پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د افغانستان د شیعیانو د ټولنې له استازو سره په کتنه کښې وویل چې طالبان د ټولو مذهبونو احترام وکړي.

منصور د اهل تشیع له یو مشر سید حسن فاضل زاده او د شیعه ټولنې له یوشمیر نورو استازو سره په کتنه کې څرګنده کړه چې اوس په افغانستان کښې یو اسلامي نظام واکمن دی او خلک له دغې نظام څخه ملاتړ کوي.

هغه همداشان وویل: زمونږ نظام د ټولو مذهبونو احترام کوي.

طالبانو ویلي دي چې شیعیان په افغانستان کښې د خپل مذهب په بنیاد ژوند کوي او په افغانستان کښې د امنیت تامین، یوې خاص ډلې لره ځانګړی نه دی.

#افغانستان