ملګري ملتونه دې  د افغان کډوالو  په اړه خپل مسئولیت وپيژني
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175022-ملګري_ملتونه_دې_د_افغان_کډوالو_په_اړه_خپل_مسئولیت_وپيژني
امیرخان متقي پرون  له دغو چارواکو سره وکتل او د افغانستان او د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو ترمینځ ئې د همکاریو د پیاوړتیا، د افغان کډوالو د وضعیت، بشري او پراختیائي مرستو، د بېرته  ستنېدونکو کډوالو اړتیاوو، د بدیلو معیشتونو د رامینځته کولو او د دوامدارو پراختیائي پروګرامونو د پلي کولو په اړه  هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.
(last modified 2026-07-08T11:38:21+00:00 )
Jul 08, 2026 15:36 Asia/Kabul
  •     ملګري ملتونه دې  د افغان کډوالو  په اړه خپل مسئولیت وپيژني

امیرخان متقي پرون  له دغو چارواکو سره وکتل او د افغانستان او د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو ترمینځ ئې د همکاریو د پیاوړتیا، د افغان کډوالو د وضعیت، بشري او پراختیائي مرستو، د بېرته  ستنېدونکو کډوالو اړتیاوو، د بدیلو معیشتونو د رامینځته کولو او د دوامدارو پراختیائي پروګرامونو د پلي کولو په اړه  هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.

زمونږخبریال  د آوا خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت د د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د ملګرو ملتو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له مشر الکسانډر دي کرو او د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له لوړپوړي چارواکي برهم صالح سره په لیدنه کې د ګډو همکاریو د پراختیا، د افغان کډوالو د وضعیت، بشري او پراختیايي مرستو، او د بېرته راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو په اړه خبرې وکړې

په راپور کې وئيل شوي دي، امیرخان متقي پرون  له دغو چارواکو سره وکتل او د افغانستان او د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو ترمینځ ئې د همکاریو د پیاوړتیا، د افغان کډوالو د وضعیت، بشري او پراختیائي مرستو، د بېرته  ستنېدونکو کډوالو اړتیاوو، د بدیلو معیشتونو د رامینځته کولو او د دوامدارو پراختیائي پروګرامونو د پلي کولو په اړه  هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.

په دې غونډې کې د کډوالو د ستونزو د حل،د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ،او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه کولو په موخه د پراختیايي پروګرامونو د عملي کولو لپاره د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.