د افغانستان په جنوب کښې یویشت طالب ځواکونه ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i38236-د_افغانستان_په_جنوب_کښې_یویشت_طالب_ځواکونه_ووژل_شول
افغان قواو د افغانستان په جنوب کښې د یویشت طالب ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 14, 2017 16:23 Asia/Kabul
  • د افغانستان په جنوب کښې یویشت طالب ځواکونه ووژل شول

افغان قواو د افغانستان په جنوب کښې د یویشت طالب ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکړ

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د ارزګان د والی ویاند خبر ورکړ  افغان ځواکونو په دغه ولایت کښې په یو لړ عملیاتو کښې یویشت طالب ځواکونه ووژل او دولس تنه نور یې ژوبل کړل.

دوست محمد نایاب خبریالانو ته وویل چې دغه عملیات په دې  وروستیو وختونو کښې د دغه ولایت په ترینکوټ ولسوالۍ کښې ترسره شول.

هغۀ زیاته کړه په دغو عملیاتو کښې ځینې سیمې هم د طالب ځواکونو له وجوده پاکې شوې.