ارزګان کښې د یو قومندان په شمول اوه طالبان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i45846-ارزګان_کښې_د_یو_قومندان_په_شمول_اوه_طالبان_ووژل_شول
په ارزګان کښې پر طالب وسله والو په شوې حمله کښې د یو قومندان په شمول اووه طالب وسله وال ووژل شول.
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Apr 23, 2017 15:21 Asia/Kabul
  • ارزګان کښې د یو قومندان په شمول اوه طالبان ووژل شول

په ارزګان کښې پر طالب وسله والو په شوې حمله کښې د یو قومندان په شمول اووه طالب وسله وال ووژل شول.

له قندهاره زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان د سویلي ولایت ارزګان والي وویل: په دې ولایت کښې د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کښې د طالبانو د ډلې یو قومندان او شپږ نور غړي ووژل شول.

دوست محمد نایاب وايي چې دا حمله د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په اطرافو کښې په خانقا سیمه کښې شوې ده. هغه زیاته کړه: یاد برید د طالبانو په یو موټر شوې چې دغه شمیر طالبان پکښې سپاره وو او د حملې له امله موټر هم له مینځه تللی دی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.