دافغانستان درستې ډلې ټپلې دې د دښمنانوله دسیسوسره دمقابلې لپاره سره یوشی.
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان دملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر عبدا....عبدا.... پرون ناوخته په کابل کې د دغه هیواد دحزب جمیعت ګوند د مشرانو په شتون کې په یوې غونډې کې په افغانستان کې پر اتحاد په ټینګار سره وویل د دښمنانو په مقابل کې باید ټوله ډلې سره متحد او یوموټی شی .
هغه زیاته کړې د د دغه هیواد دحزب اسلامی دمشر ګلبدین حکمتیار په شان هر کس دې له جنګه لاس په سر شی او د افغان ولس دوست او ملګری شی .ډاکټر عبدا.... دغه راز زیاته کړې ،دحکومت مخالفې وسله والې ډلې ترڅو چې جنګ ته دوام ورکوی ، دافغانستان دملت دښمن حسابیږی .
داپه داسې حال کې د ی چې په همداوروستیو کې د حزب اسلامی ګوند اړونده مسئولانو دافغانستان په امنیتی اورګانونوکې د دغه ګوند دکسانو دګمارلو لپاره کابل حکومت ته دخپلو سل کسیزو غړو لیسټ وړاندې کړی ، چې ویل کیږی دعبدا... عبدا... پشمول ځینو لوړپوړو حکومتی چارواکو پرې سخت او جدی غبرګون ښودلی او وئیلی ئې دی د افغانستان دپوځ او امنیتی اورګانونو څوکۍ د ګوندونو اوډلو ټپلو ترمینځ نه ویشل کیږی .