په پېښور کې د حکمتيار ځانګړی سکتر ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i48762-په_پېښور_کې_د_حکمتيار_ځانګړی_سکتر_ووژل_شو
د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار ځانګړی سکرتر او د هغه د مشر زوى خسر نن سهار په پېښور ښار کې وژل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2017 06:45 Asia/Kabul
  • په پېښور کې د حکمتيار ځانګړی سکتر ووژل شو

د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار ځانګړی سکرتر او د هغه د مشر زوى خسر نن سهار په پېښور ښار کې وژل شوی دی.

د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې د حزب اسلامي وياند قريب الرحمن سعيدنن وويل چې دا پېښه نن سهار د پاکستان د پېښور ښار اړوند د تاج آباد په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د حکمتيار ځانګړی سکرتر حاجي فريد چې د هغه د مشر زوي صلاح الدين حکمتيار خسر هم و، سهار وروسته له لمانځه له جوماته کور ته پر لاره د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې وژل شوى دى.

نوموړى وايي چې حاجي فريد څو ورځې مخکې له کابله بېرته پېښور کې خپل کور ته تللى و.

سعيد وويل چې هغه له چا سره شخصي دښمني نه درلوده، د هغه وژنه سياسي اړخ لري او د حزب اسلامي  او د سولې دښمنانو له خوا وژل شوى دى.

د حزب اسلامي وياند د نوموړي وژنه په کلکه وغندله او له پاکستان څخه يې وغوښتل چې د ټولو افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د حزب اسلامي د غړو امنيت خوندي کړي.

د هغه په وينا، حاجي فريد د کندوز ولايت اوسېدونکى و.