د کورنیو او بهرنیو دسیسو په وړاندې د حکومت ملاتړ کوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i49512-د_کورنیو_او_بهرنیو_دسیسو_په_وړاندې_د_حکومت_ملاتړ_کوو
د افغانستان د حزب اسلامي مشر د کورنیو او بهرنیو دسیسو په وړاندې د دغه هیواد له حکومته ملاتړ وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2017 03:06 Asia/Kabul
  • د کورنیو او بهرنیو دسیسو په وړاندې د حکومت ملاتړ کوو

د افغانستان د حزب اسلامي مشر د کورنیو او بهرنیو دسیسو په وړاندې د دغه هیواد له حکومته ملاتړ وکړ.

زمونږ خبریال خبر راکړی چې د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پرون په کابل کښې په یوه خبري غونډه کښې دې ټکي ته په اشاره سره چې دښمنان نه غواړي په افغانستان کښې سوله او امنیت ټینګ شي، وویل: د افغانستان له حکومته ملاتړ، د دښمنانو دسیسې شنډوي.

حکمتیار دې ټکي ته په اشارې سره چې سوله ایزې مظاهرې د افغانستان د خلکو حق دی، زیاته کړه: سره له دې هغه مظاهرې چې ترې د جنګ او فتنې بوې راشي، محکومې دي.

هغه په کابل کښې د وروستیو چاودنو او ناامنیو په هکله وویل چې دغه ناامني، بهرنی لامل لري.

د افغانستان د حزب اسلامي مشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د افغانستان حکومت له ترهګرو او وسله والو کسانو سره جنګیږي، زیاته کړه: هیچا ته د دې حکومت د کمزوري کولو اجازه نه ورکوو.