حزب اسلامی په خپلو کسانو وسلې ویشلی دی
-
افغانستان ته د ګلبدین حکمتیار د بیولو یو(۱) هدف دداعش ډلې پیاوړي کول هم دي .
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان دپارلمان استازی میرمن رقیه نایل وویل د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامی په غیر قانونی ډول په خپلو پلویانو زیاتې وسلې ویشلی دی او دکابل حکومت باید په دې زمنیه کښې اقدام کښې وکړی .
هغې وویل دغه وسلې له یوه کال څخه په کم وخت کښې په غیرقانونی ډول دحزب اسلامی په پلویانو ویشل شوی او دغو وسلو والو کسانوهم خلک ځورولی او کړولی دی .
د حزب اسلامی ویندوی قریب الرحمان سعید هم څه موده مخکې ویلی وو ددغه ګوند غړی به وسلې پرځمکه کې نه ږدوی .
هغه ټینګار کړی وو چې د حزب اسلامی د ځواکونو دامنیت دساتلو لپاره هیڅ تضمین نشته پردې اساس دغه ځواکونه د خپلو ځانونو دساتلو لپاره وسله وال پاتې کیږی .
د افغانستان دحزب جمعیت اسلامی اجرایی مشر عطا محمد نور هم څه موده مخکې ویلی وو دکابل حکومت په شمالی ولایتونو کښې دحزب اسلامی په ځواکونو وسلې او پوځی تجهیزات ویشلی دی .
امریکا دپاکستان په مرستې سره دحزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار افغانستان ته بیولی دی چې له هغه دخپلو هدفونو دپوره کیدا لپاره استفاده وکړی .
افغانستان ته د ګلبدین حکمتیار د بیولو یو(۱) هدف دداعش ډلې پیاوړی کول هم دی .