د افغانستان په هلمند کښې نشه ایز مواد له مینځه وړل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i59619-د_افغانستان_په_هلمند_کښې_نشه_ایز_مواد_له_مینځه_وړل_شوی
زمونږ خبریال وایی امریکا د افغانستان او د ځایی ائتلافیانو په مرستې سره دنشه ایزو موادو د تولید او زیرمه کولو په مرکزونو هوایی حمله کړی ده چې طالبان د نشه ایزو موادو له عاید څخه محرومه کړی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 22, 2017 05:51 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې دکوکنارو د کر او دنشه ایزو موادو په زیاتول کښې امریکا ، انګلستان او دناټو عسکرو نیغ په نیغه لاسونه لري .
    په افغانستان کښې دکوکنارو د کر او دنشه ایزو موادو په زیاتول کښې امریکا ، انګلستان او دناټو عسکرو نیغ په نیغه لاسونه لري .

زمونږ خبریال وایی امریکا د افغانستان او د ځایی ائتلافیانو په مرستې سره دنشه ایزو موادو د تولید او زیرمه کولو په مرکزونو هوایی حمله کړی ده چې طالبان د نشه ایزو موادو له عاید څخه محرومه کړی .

په افغانستان کښې د امریکا او د ناټو د غوڅ ملاتړ د پوځی کمپاین قوماندان جنرال جان نیکلسن د امریکا او دائتلافی ځواکونو لخوا د نشه ایزو موادو پرضد د خپلې لومړنۍ هوای حملې په اړه وویل ددغه بمباریو په نتیجه  کښې د افغانستان په هلمند ولایت کښې دنشه ایزو موادو د تولید مرکزونه تباه شوی .

هغه وویل دافغانستان په هملند ولایت کښې په ډیرو سیمو کښې کوکنار کرل کیږی او مونږ غواړو چې طالبان  دنشه ایزو موادو له عاید څخه محرومه کړو .

جنرال جان نیکلسن  وویل دامریکا او دناټو الوتکو په هغو لیبراتورانو حملې وکړې چیرې چې له کوکنارو څخه هیروین جوړیږی .

جان نیکلسن وویل د څو میلیونو ډالرو په ارزښت نشه ایز مواد له مینځه یوړل شول چې عاید یې د طالبانو  جیبونو ته ورتله .

دا په داسې حال کښې دی چې په افغانستان کښې دکوکنارو د کر او دنشه ایزو موادو په زیاتولو کښې امریکا ، انګلستان او دناټو عسکرو نیغ په نیغه لاسونه لری او ټولو خلکو ته دغه خبره په ښه ډول معلومه هم ده .