د افغانستان امنیتی ماموران پرمخالفانو وسلې پلوری
زیاتره کارپوهان او شناندی په دې اند دی چې دافغانستان په بیلابیلو ادارو او اورګانونو کې مالی فساد او ټګۍ تر دې حده رسیدلی چې حکومتی ځواکونه هم دپستو وسلې اوتجهیزات له خرڅولو او هغه هم په مخالفانو له خرڅولو ډډه نه کوی نو دا ډیره خطرناکه خبره کیدلی شی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان په جنوب کې د ارزګان ولایتی شورا مشر امیر محمد بارکزی نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، افغان امنیتی ځواک د حکومت په مخالفانو خپلې وسلې ،تجهیزات او نور مهمات خرڅوی او په دې اړه ورسره ثبتونه هم موجود دی .
هغه وئیلی دافغانستان دامنیتی ځواک د ادارو په مدیریّت کې دکمزورتیاؤ او اداری فساد شتون په ارزګان ولایت کې د ناکراریو اوترینګلتیاؤ د پراختیا لامل شوی او دغه راز د ادارو د کمزورتیا سبب شوی دی .
داپه داسې حال کې دی چې زیاتره کارپوهان او شناندی په دې اند دی چې دافغانستان په بیلابیلو ادارو او اورګانونو کې مالی فساد او ټګۍ تر دې حده رسیدلی چې حکومتی ځواکونه هم دپستو وسلې اوتجهیزات له خرڅولو او هغه هم په مخالفانو له خرڅولو ډډه نه کوی نو دا ډیره خطرناکه خبره کیدلی شی .