دحکمتیار پلویانو دافغانستان په شمال کې پر حکومتی ځواکونو ناتار جوړکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i62011-دحکمتیار_پلویانو_دافغانستان_په_شمال_کې_پر_حکومتی_ځواکونو_ناتار_جوړکړ
په عین حال کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دغه هیواد کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو عسکرو شتون د دغه هیواد د ناکراریو او بې ثباتیو او د جنګ د سختیدا لامل شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 26, 2017 10:51 Asia/Kabul
  • دحکمتیار پلویانو دافغانستان په شمال کې پر حکومتی ځواکونو ناتار جوړکړ

په عین حال کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دغه هیواد کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو عسکرو شتون د دغه هیواد د ناکراریو او بې ثباتیو او د جنګ د سختیدا لامل شوی دی .

تسنیم  خبری  آژانس راپور ورکړ  د افغانستان  په بغلان ولسوالۍ کېئ  داربکیانو  یوه قوماندان سید محمد   وئیلی دی ، په دغې ولسوالۍ کې  پر اربکیانو  دګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی ګوند  وسلوالو بریدکړی .

 هغه زیاته کړې ، دغه حمله  د سختې نښتې لامل شوې ، چې له امله ئې د دوواربکیانو پشمول درې کسان وژل شوی هم دی.

  له دې مخکې هم  دحزب اسلامی  وګړو  د تخار ولایت  د  چاه آب ولسوالۍ  یو مرکزی روغتون  باندې د هاوان ډزې کړی چې له امله ئې  دوه ماشومان وژل شوی او څلور نور کسان ټپیان شوی هم  وو .

  دافغانستان دسیاسی چارو کارپوهان وائی   دافغانستان دملی وحدت حکومت او  دحزب اسلامی دمشر  غږملتیاوې  لامل شوی دی ،  دسولې   دموافقې له لاسلیک  کیدا سره سره ،  حزب اسلامی   دموافقې مادو  ته له پابندۍ پرته هماغه راز  دافغانستان  په شمال کې خپلو  پوځی فعالیتونو ته دوام ورکوی .

 په یوه بل خبر کې له کابله زمونږ خبریال راپورراکوی ،  دافغانستان د سرې میاشتې  ادارې مرستیالې میرمن  نیلاب مبارز په یو لړ څرګندونو کې    وئیلی دی ،  په ۲۰۱۷کال کې  دجنګ جګړو او ناکراریو له امله  له بیلابیلو سیمو  څه دپاسه اتیا زره کورنۍ  له خپلو کورونو کوچیدلی  او  کرارو سیمو ته ئې پناه وړې ده ، چې دغه اداره یوازې د پنځه ویشت زره کورنیو  د لومړنیو اړتیاؤ دپوره کولو توان لری

په عین حال کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی  په دغه هیواد کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو عسکرو شتون  د دغه هیواد د ناکراریو او بې ثباتیو  او د جنګ د  سختیدا لامل شوی دی .