د قندهار د پولیسو قومندان پر حکمتیار او پاکستان نیوکه وکړه
May 07, 2018 14:17 Asia/Kabul
د قندهار ولایت د پولیسو قومندان د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ترهګرو د آزدولو او په دغه هیواد کښې د تفرقې اچولو مامور وباله.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې جنرال عبدالرازق وویل: پاکستان د افغانستان د حزب اسلامي مشر په یوه ځانګړې طریقه په دې هیواد کښې د نفاق رامینځته کولو او له زندانونو د ترهګرو د خوشي کولو لپاره رالیږلی دی.
د قندهار د پولیسو قومندان زیاته کړه: د افغانستان د حزب اسلامي زیاتره غړو له جیلونو له خوشي کیدو وروسته یوځل بیا په هیواد کښې ترهګرې حملې پیل کړې دي او همدا کار په افغانستان کښې د ناامنۍ د لازیاتیدو سبب شوی دی.
د ویلو ده چې د افغانستان د حکومت او حزب اسلامي ترمینځ د صلحې د موافقې یو مهم شرط د دغه ګوند د غړو آزادول او د جنګ ډګر ته د هغوي نه ستنیدل وو.
ټیګونه