په جلال اباد کې د کلیوالو میرمنو دلاسي صنایعو نندارتون جوړ شو
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کی د کلیوالو میرمنو د لاسي تولیداتو نندارتون جوړ شو.
د افغانستان د کلیوپراختیا ریاست چارواکي وایی ددی نندارتون جوړولو نه یی موخه دکلیوالو میرمنو هڅول او دهغوی تولیداتوته د بازار موندل دي.
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیا رغاونی رییس انجنیر مجیب الرحمن ضیا وایی په دی نندارتون کې د کلیوالو میرمنو په لاس جوړ شوي کالي،غالۍ،دکور ښکلاییز اونور خوراکي توکي په پنځلس بیلابیلو غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي دي .انجنیر ضیا وویل له دې نندارتون څخه یی موخه د کلیوالو میرمنو هڅونه او د هغوې په لاس جوړو شویو توکیو ته دبازار موندل دي. نوموړي وویل هیله مند دی چې په راتلونکي کښې د دې نندارتونونو لړۍ پلازمینه کابل او د هیواد نورو سیموته هم وغزوي .د کلیو پراختیا او بیا رغاونی رییس انجنیر مجیب الرحمن ضیا وویل دکلیوالو میرمنو په لاس جوړ شوي توکي د کیفیت له پلوه ښه او دبیی له پلوه ارزانه دي.
میرمن جمیله سادات چې له تیرو لسو کالو راهیسی دمیرمنو لپآره د لاسی صنایعو د تولید په برخه کې فعالیت کوي وایی خواوشاه دری سوه میرمنوته یی د لاسی صنایعو د تولید زمینه برابره کړي ده میرمن سادات وویل د دا ډول نندارتونو جوړول که څه هم د کلیوالو میرمنو په لاس دجوړو شویو صنایعو دپلور لپاره ګټور دي خو هغه وایی هیله یی داده چې دمیرمنو په لاس جوړو شویو صنایعو پلور ته ثابت او دایمی بازار جوړ شي. یوه بله میرمن عارفه چې په خپل کور کې له خپلو خویندو سره غالۍ جوړوي او په دی نندارتون کي یی خپلی غالۍ نندارې ته ایښی وی وایی د مناسب ځای او د پلور د بازار نه شتون یې د کار پر وړاندی سترې ننګونی دي . هغه وویل اوس هم ددوی په لاس جوړی شوي غالۍ ګاونډي هیواد پاکستان ته ځي او وروسته یی هماغه هیواد په خپل نامه نورو هیوادونوته صادروي.
په ننګرهارولایت کی تر دی وړاندی هم ورته نندارتونونه جوړ شوي خودمیرمنو په لاس جوړو صنایعو د پلور او بازار ستونزه لا اوس هم دیوی ننګونې په توګه پاتی ده.