په افغانستان کښې ګڼ شمیر طالبان وژل شوی دی
-
دافغانستان عسکرو او ځواکونو په تیرو اونیو کښې په بیلابیلو سیمو کښې دطالبانو پرضد حملې او عملیات زیات کړي دي .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان په دریو(۳) ولایتونو کښې د طالبانو ډلې د مرکزونو پرضد د پوځ او د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې یوڅلویښت(۴۱) طالبان وژل شوی دی .
د افغانستان دفراه ولایت دپولیسو ویاند« محب الله محب» نن وویل ددغه ولایت په خوا کښې په« شیب کوه» ولسوالۍ په هوایی حملو کښې شل(۲۰) طالبان وژل شوی دی او پینځلس(۱۵) نور هم ژوبل شوی دی .
دافغانستان دفاع وزارت هم وویل د طالبانو دیوه(۱) مشر په شمول ددغه ډلې دیارلس(۱۳) غړی په غزنی ولایت کښې دطالبانو پرضد د افغان ځواکونو په عملیاتو کښې ووژل شول او دولس (۱۲)نور طالبان ونیول شول .
دافغانستان په« وردک» ولایت کښې د افغانستان له ځواکونو سره په نښتې کښې هم اته(۸) نور طالبان ووژل شول .
دافغانستان عسکرو او ځواکونو په تیرو اونیو کښې په بیلابیلو سیمو کښې دطالبانو پرضد حملې او عملیات زیات کړی دی .
مخکې دافغانستان چارواکو خبرداری وکړی وو که چیرې طالبان د کابل له حکومت سره دسولې په خبرو کښې برخه وانخلی ددغه ډلې پرضد به حملې زیاتې شی .