اشرف غني له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په وتلو ټینګار وکړ
(last modified Sat, 26 Jan 2019 03:16:51 GMT )
Jan 26, 2019 07:46 Asia/Kabul
  • اشرف غني له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په وتلو ټینګار وکړ

د افغانستان ولسمشر له خپل هیواده د امریکايي پوځیانو د وتنې په ضرورت تاکید وکړ.

محمد اشرف غني د سویټزرلینډ په داووس ښار کښې د اقتصاد د نړیوالې ټولنې world economic forum) د کلیزې غونډې ترڅنګ وویل: له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د دې هیواد د خلکو حق دی.

د افغانستان ولسمشر زیاته کړه: امریکا په ځینو وجوهاتو افغانستان ته راغلې ده او د دغه هیواد اصلي ماموریت د افغانستان دفاع نه ده بلکې د واشنګټن د ګټو په لړ کښې دی.

اشرف غني همداشان څرګنده کړه: د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له پیلیدو راهیسمې ۴۵ زره افغان امنیتي ځواکونه له ترهګرو او د طالب ډلې له وسله والو سره په مبارزه کښې وژل شوي دي.

د اقتصاد د نړیوالې ټولنې world economic forum) ۴۹مه څلور ورځنۍ غونډه له تیرې سه شنبې څخه د سویټزرلینډ په داووس کښې پیل شوې ده.

 

ټیګونه