اشرف غني په افغانستان کښې د لنډمهاله صلحې مخالف دی
(last modified Sun, 03 Feb 2019 12:20:03 GMT )
Feb 03, 2019 16:50 Asia/Kabul
  • اشرف غني په افغانستان کښې د لنډمهاله صلحې مخالف دی

د افغانستان ولسمشر یوځل بیا په خپل هیواد کښې له لنډمهاله صلحې سره مخالفت وکړ.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کښې د پوځ د ځانګړو ځواکونو په کتنه کښې وویل: زمونږ حکومت په هیواد کښې لنډ مهاله صلحې ته غاړه نه ږدي.

د افغانستان ولسمشر زیاته کړه: کابل د دائمي او باعزته صلحې په لټه کښې دی، د داسې صلحې چې د افغانستان د پوځي ځواکونو موقعیت پکښې تضمین او د هیواد اساسي قانون پکښې ومنل شي.

اشرف غني همداشان د افغانستان د حکومت مخالفو وسله والو ډلو ته خبرداری ورکړی چې د افغان پوځیانو خلاف د ګواښ لپاره دې ترهګر عملیات او چاودنې نه کوي.

د افغانستان ولسمشر له دې مخکښې هم د قطر په پلازمینه دوحه کښې له طالبانو سره د افغانستان په چارو کښې د امریکې د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پټو مذاکراتو نیوکه کړې وه.

 

ټیګونه