د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وړومبنۍ صادراتي پېرې په وړلو د اشرف غني د خوشحالۍ څرګندونه
افغان ولسمشر د ايران د چابهار بندر له لارې هند ته د افغانستان د وړومبۍ صادراتي پېرې په وړلود خوشحالۍ څرګندونه وکړه.
د افغانستان د شفقنا خبري اژانس د رپوټ له مخې محمد اشرف غني پرون د چابهار بندر له لارې هند ته د افغانستان د وړومبنۍ صادراتي پېرې د وړلو په مراسمو کښې وويل، نن افغانستان د اېشيا په اقتصادي څلورلارې بدل شوےدے.
افغان ولسمشر زياته کړه، اوس افغانستان له يو وارد کونکي هېواده په صادر کونکي هېواد بدل شوےدےاو صادرات يې يو ميليارډ ډالرو ته رسېدلي دي.
اشرف غني وويل، له افغانستان سره د هند، ايران او ترکيې هېوادونو ملګرتياوې زياتې شوې دي.
د ايران د چابهار بندر له لارې هند ته دافغانستان د وړومبنۍ صادراتي پېرې اوړل پرون دافغان ولسمشر په شتون سره شروع شول.
افغانستان په نيمروز ولايت کښې په دغو مراسمو کښې د چابهار موافقه ليک د دريو غړيو هېوادونو يعنې افغانستان ، ايران او هند چارواکي او همدارنګ د سيمې د هېوادونو يو شمېر سفيران موجود وو.