افغان ولسمشر: طالبان حکومت سره له روغې جوړې بغېر له تور لېسټه نه شي وتلې
(last modified Fri, 01 Mar 2019 00:48:49 GMT )
Mar 01, 2019 05:18 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشر: طالبان حکومت سره له روغې جوړې بغېر له تور لېسټه نه شي وتلې

محمد اشرف غني طالبانو ته په خطاب کښې وویل، حکومت چمتو دے چې هغوی ته دفتر ورکړي، د بندیانو په اړه ورسره مذاکره وکړي، خو له حکومت سره له روغې جوړې نه بغېر له تور لېسټه نه شي وتلې.

د افغان رسنيو د رپوټ له مخې نوموړي دغه خبرې پرون مازیګر د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې چې د ملي دفاع وزارت په دفتر کښې جوړ شوي وو، وکړې.

هغه زیاته کړه، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته يې لارښوونه دا ده چې د احتمالي بریدونو د دفعه کولو لپاره هر ډول غوره چمتووالی ولري.

ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې وویل، حکومت چمتو دے چې هغوی ته دفتر ورکړي، د بندیانو په اړه ورسره مذاکره وکړي، خو له حکومت سره د تفاهم پرته له تور لیست څخه نه شي وتلی.

هغه زیاته کړه، سوله متقابل عزت دی او کله چې موږ له قید او شرط نه بغېر د سولې مذاکرات اعلان کړل، تاسو ته مو په کم نظر ونه کتل، تاسو هم د افغانستان عظیم ملت ته په کم نظر مه ګورئ.

 

 

ټیګونه